د خورشید نړیوال ټلویزیون له خبریال سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم ځانګړې مرکه!

mobta-af
Sat, Apr 24 2021 9:59 AM
mobta

ښاغلي محب الله صمیم د یاد ټلویزیون سره په مرکه کې د وزارت د اړوندو لېسو په اړه معلومات وړاندې کړل، وې ویل: موږ په مرکز او ځینو ولایتونو کې لېسې او یو انسټیټیوټ لرو، چې په یادو لېسو او انسټیټیوټ کې د سرحدي او ناامنو سیمو زرګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت او هغوی د تدریس برخې ترڅنګ لیلیه برخه هم لري، چې وزارت ورته د وخت له غوښتنو سره سم د زده کړې مناسب چاپیریال رامنځته او برابر کړی دی. او د هغوی اړتیاوو ته پر وخت رسیدګې کوي.

د وزارت رهبري پلاوي له نږدې په اړوندو لېسو کې تدریسي بهیر څاري، له زده کوونکو سره د دوی ستونزو په اړه خبرې او د حل په موخه یې پر وخت اجراات ترسره کوي.

ښاغلي صمیم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وزارت له خوا د جرګو د جوړولو په اړه وویل: موږ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو مخورو، ځوانانو، مدني فعالانو په ګډون غونډې جوړې کړي او دا لړۍ دوام لري.

په یادو غونډو کې ولس د سولې، ملي یووالي او نورو بېلابېلو برخو کې وړاندیزونه او غوښتنې له موږ سره شریکوي له نظام، جمهوریت او د خپلو ملی امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ څرګندوي، له نظام او خپلو ځواکونو سره د امن په ټینګښت کې د همکارۍ ژمنې کوي او حل لارې په ګوته کوي، چې موږ ته په هره برخه کې د ولس همکاري او د هغوی غوښتنې له ارزښته ډکې دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډ افغانستان د حالاتو په اړه وویل: چې موږ هیڅ ډول اندیښنه نه لرو، وسله وال ځواکونه او دا ولس له خپل هېواد څخه د ساتنې وړتیا او ځواک لري. موږ به پرمخ ځو او دا مزل به لاپسې غښتلی کوو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu