د یوسفزیو قوم سرتاسري شورا له مشر او غړو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Apr 24 2021 9:52 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د یوسفزیو قوم سرتاسري شورا له مشر ښاغلي حاجی عبدالاکبر یوسفزي او یو شمېر غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې د سولې په ټینګښت، د قومونو په یووالي او انسجام کې د قومي مشرانو او شوراګانو په ونډې او ارزښت خبرې وشوې.

ښاغلی صمیم وویل: چې تلپاتې سوله او ملي یووالی د هر وخت اړتیا ده او د هېواد پرمختګ او د خلکو هوساینه له دې پرته ناشونې ده، همدا راز د قومونو انسجام، یووالی او تلپاتې سولې ټینګښت لپاره ګډ کار زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز د یوسفزیو شورا مشر او غړو له جمهوري نظام، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې په خبرو کې، د لاسته راوړنو له ساتلو څخه ملاتړ وکړ، وزارت ته یې په یادو برخو کې د هر ډول ه همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu