د خوست ولایت د یووالي ګډ کمېسیون له مشر او غړو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Apr 24 2021 9:47 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د خوست ولایت د یووالي ګډ کمېسیون له مشر ښاغلي سلطان محمد ایوبي او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د یاد کمېسیون مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ښاغلي صمیم څخه مننه وکړه، چې څو ورځې مخکې یې خوست ولایت ته رسمي سفر کړی وه او د یاد ولایت د ولسونو او قومونو ستونزې یې له نږدې واورېدې او د اړوندو ادارارو سره یې د حل په موخه شریکې کړې.

نوموړي دغه راز د سولې په اړه هم خپل نظریات، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې وې ویل: د خوست ولسونو تل له موجوده نظام څخه ملاتړ کړی او قربانۍ یې ورکړي، ترڅو په هېواد کې تلپاتې او باعزته سوله ټینګه شي.

دوی دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د قومي جوړښتونو په برخه کې یو مهم وزارت یاد کړ او ټینګار یې وکړ، چې په ملي مسایلو کې دې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو سره سلامشورې وشي، په دې برخه کې دې ټول مشران سره همغږي اوسي، د دوی غوښتنو ته دې لومړیتوب ورکړل شي، ځکه چې دا هېواد له قومونو جوړ دی او تل همدي قومونو ساتلی دی.

mobta

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو مشرانو له ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د نظام د پایښت، د ملي ګټو د ساتلو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او د قومونو ترمنځ د انسجام په برخو کې د خوست ولایت د ولسونو هڅې او لاسته راړونې د ستایلو وړ دي او تل یې په دې لاره کې قربانۍ ورکړي دي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه، سوله د ټولو افغانانو هیله ده، داسې سوله چې په کې لاسته راوړنې، ملي ارزښتونه او د خلکو حقوقو خوندي وي، خو دا هغه وخت شونې ده، چې قومي مشران، د شوراګانو استازي او مدني ټولنې یې غوڅ ملاتړ وکړي، د خپل نظام ترڅنګ ودریږي او په یو غږ د سولې او تلپاتې اوربند غوښتنه وکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر دا هم وویل: دا هېواد د ټولو ګډ کور دی او د آبادولو لپاره یې باید ټول سره لاس په کار شو او د د ښمن ناوړو موخه ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu