د لغمان له والي او په ولسي جرګه کې د خلکو له استازي سره کتنه!

mobta-af
Wed, Apr 07 2021 8:52 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د لغمان له والي ښاغلي رحمت الله زیارمل او په ولسي جرګه کې د یاد ولایت د خلکو له استازي ښاغلي الحاج رفیع الله مموزي او ملګرو سره یې وکتل.

په دې کتنه کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسي جرګو په جوړولو، د خلکو د ستونزو په اورېدو او د خلکو په بسیج کې د وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایل شوې .

همداراز دواړو خواوو د ملي یووالي په ټینګښت، د سولې روانو خبرو، له نظام او جمهوریت څخه د ولسونو د ملاتړ او د حکومت او خلکو تر منځ د واټن په لنډېدو او نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.