د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شمال زون د ترکمنو پيوستون شورا له مشرتابه او غړو سره وکتل.

mobta-af
Sat, Apr 03 2021 9:29 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر نن جمعه د شمال زون د ترکمنو پيوستون شورا په هغه غونډه کې برخه واخیسته، چې د شمال د ترکمن قوم سلګونو تنو ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذینو او ځوانانو او ټولنيزو فعالانو په کې ګډون کړی و.

دا غونډه (الي) مدرسه او د (کفایت یورت لیليه) کې، چې د همدې قوم لخوا د خپلو ځوانانو د زده کړو لپاره جوړه شوې، رابلل شوې وه.

په دې غونډه کې د سرحدونو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل زده کړې مو له سیالانو سره سیالوي او د اففانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی ، چې شپه او ورځ کار وکړي تر څو ټولو خلکو په تېره بيا ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

mobta

ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې زیاته کړه: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو قومونو ګډ کور دی او دا زموږ مسؤلیت دی چې ټولو قومونو سره له نیږدې کار وکړو او ټول په ګډه له خپلو ارزښتونو دفاع او ساتنه وکړو.

د سرحدنو او قبایلو چارو وزیر بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له ولسونو او د بېلابېلو قومي مشرانو سره لیدنې لري.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu