د بلخ له مرستیال والي سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې نن ددغه ولایت له مرستیال ښاغلي غلام فاروق خپلواک سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د بلخ د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس او د وزارت یو شمېر چارواکې هم حاضرو، ښاغلي محب الله صمیم بلخ ولایت ته د خپل سفر د موخو او په دې ولایت کې د یوې پراخې ولسي جرګې د جوړلو په اړه معلومات وړاندې کړل .
ورپسې ښاغلي خپلواک د ښاغلي صمیم په مشرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په بېلابېلو برخو کې يې د همکاریو ډاډ ورکړ.