د قومي شوراګانو د همغږۍ مرکز د دارلانشاء له غړو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Mar 30 2021 2:34 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د قومي شوراګانو د همغږۍ مرکز د دارالانشاء له غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د شوراګانو فعالیتونه، ستونزې، غوښتنې، وړاندیزونه او نظریات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او ټینګار یې وکړ، چې قومي شوراګانو تل د خپل نظام، ملي ګټو، په هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت د ملي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او تلپاتې اوربند په اړه غږ اوچت کړی او په دې برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړو دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې له قومي شوراګانو سره بشپړه همغږي لري او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه په ورین تندي اوري.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو مشرانو او مخورو څخه مننه وکړه او د دوی هېوادنی احساس یې د قدر وړ وباله وې ویل: دا ټولو ته روښانه ده، چې قومي شوراګانو د هېواد په آبادۍ، سوکالۍ او د قومي شخړو په حل او نورو برخو کې فعاله ونډه اخیستې او تل یې د هېواد د ملي ګټو او خاروې ساتنې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه د تل په څېر ستاسو مشرانو په خدمت کې دی او تاسو کولای شئ، چې خپلې ستونزې او غوښتنې له موږ سره شریکې کړئ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu