د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Mar 13 2021 10:19 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر وخت د خلکو ستونزو اوري او حل لارې ورته پیدا کوي.

نوموړو دغه راز د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو سره هميشه په قومي، علمي، فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي چارو کې سلامشورې کوي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: چې هڅه به مو دا وي، ترڅو ستاسو مشرانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړو او په بېلابېلو برخو کې مو سلامشورې، غوښتنې، وړاندیزونه او نظریات له ځان سره ولرو، ځکه چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډ کور دی او د تل په څېر یې دروازې ستاسو پر مخ پرانېستې دي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu