له پښتونخوا څخه راغلیو ښځینه فعالانو سره کتنه!

mobta-af
Wed, Mar 10 2021 9:57 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن سه شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۹ مه نېټه له پښتونخوا څخه راغلیو ښځینه فعالانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی ښاغلي صمیم دوی ته (د مارچ اتمې) د ښځو نړیوالې ورځې له امله مبارکي وویله: ښځې یې د درناوي او احترام وړ وبللې وې ویل: د سولې او امن په ټینګښت، د کورني ژوند په سمون، د ټولنې په اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي چارو کې د ښځو ونډه ډېره ښکاره او د ارزښت وړ ده.

ښځې او نارینه په ګډه کولای شي په ډېره ښه توګه د ژوند پورې تړلې چارې چې یو اړتیا ده پرمخ یوسي او دغه چارې به د یو بل له شتون پرته نیمګړې وي.

دغه راز یې د سولې، امن او ثبات د ټینګښت لپاره د کرښې دواړو غاړو ښځو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او ګډو هڅو ټینګار وکړ.

ورپسې له پښتونخوا څخه راغلیو خویندو هم د اړیکو په پراختیا او دغه راز د سولې او امن په ټینګښت کې له نورو خویندو سره څنګ په څنګ د ګډو هڅو ژمنه وکړه، دلته او هلته یې ناخوالې، جګړې، ګواښونه او ستونزې ګډې وبللې او په ګډې مبارزې یې ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu