د امن او ثبات تر سر لیک لاندې د دوه ورځني ملي کنفرانس جوړېدل!

mobta-af
Mon, Mar 08 2021 10:11 AM
mobta

یاد کنفرانس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا نن یکشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر۱۷ نېټه په کابل کې جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د ملي امنیت سلا کار ښاغلي حمد الله محب، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د ملي شورا د دواړو مجلسونوغړو، د کابینې غړو، د علمي مؤسسو غړو او استادانو، له پښتونخوا څخه سیاسي، قومي او فرهنګي شخصیتونو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، خویندو او وروڼو ګډون کړی و.

mobta

په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له پرانیستونکې وینا مخکې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. بیایې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: څلویښت کلن ناورین زموږ د هېواد نهادونه او بنسټونه متضرر کړل او لا هم دغه بد مرغه جګړه دوام لري او له موږ څخه قرباني اخلي او ددې بدمرغۍ لمن خیبر پښتونخوا ، وزیرستان او نورو سیمو ته هم غځېدلې ده.

نو له دې امله چې امن راشي، له بلوچستان او پښتونخوا څخه مو هم درنو شخصیتونو ته بلنه ورکړه، چې یو له بل سره دردونه شریک کړو او هغه لارې چارې په ګوته کړو ، چې له امله یې امن او ثبات راشي او جګړه پای ته ورسېږي.

ښاغلی صمیم وویل: چې له ډېرو نا اهله او بې علمه کسانو له خوا د انسان وژنې لپاره دین توجیه کېږي، په داسې حال کې چې د اسلام مقدس دین وژنه او ورانول ناروا بولي او معنایې دا چې دین هم خدای(ج) مکړه په خطر کې لوېدلی او متضرر کړی وي، کلتور او فرهنګ هم متضرر شو.

زموږ فرهنګ جګړه او وینه تویدنه نه ده، نفرت او لرې والی نه دی، زموږ فرهنګ د مینې او ورورولۍ فرهنګ دی او دغه فرهنګ هم زیانمن شو.

جومات چې د عبادت ځای دی، پوهنتون، حجرې او هدېرې مو هم په امن کې نه دي. دا دافغانانو فرهنګ نه دی او نه هم دا د دین غوښتنه او تقاضا ده.

ښځې چې په اسلامي ټولنه کې خورا د ارزښت وړ دي هغوی هم په نښه کېږي. دا تحمیلي جګړه ده ، غواړي نور هم موږ زیانمن کړي او داسې طرحې جوړېږي، چې موږ کمزوري کړي.

داسې نظامونه شته چې د افغانانو په ذلت ، مرګ او کمزورۍ کې خپل قوت غواړي، چې په ۲۱ مه پیړۍ کې دا ډېره غیر منطقي خبره ده.

ښاغلي صمیم د قربانیو په پایله کې د ډېرو فرصتونو ایجاد ته هم اشاره وکړه وې ویل: خلک اوس له جګړې سره مخالفت کوي، له سولې سره د خلکو مینه ده، میلیونونه نجونې ښوونځیو ته ځي، په بېلا بېلو برخو کې ماسټران لرو. دموکراسي مو نهادینه کړه، د واک انتقال د خلکو د رایو په وسیله کېږي دلته د بیان ازادي شته. له همدغو کادرونو څخه په استفادې سره څنګه کولای شو ثبات راولو.

دغه راز یې د مخالفینود تمویل مرکزونو ته اشاره وکړه، وې ویل: چې باید په همدې وغږېږو، چې مخنیوی یې وکړو، که بې تفاوته پاتې کېږو نور مو هم ځوروي، له وخت څخه باید استفاده وکړو هم دلته او هم هلته امن او ثبات قایم کړو.

دا لړۍ به جاري ساتو، اوبه په ډانګ نه بېلېږی، اخوا او دیخوا افغانان سره یو دي.

mobtamobta

ورپسې د ملي امنیت سلا کار ښاغلي حمد الله محب د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا دغه هڅه یو نیک اقدام وباله وې ویل: د سولې لپاره تاریخي فرصت پروت دی، روان مذاکرات ددې سبب ګرځېدلی شي، چې د جمهوریت د رهبرانو او طالبانو یو نوی تشکیل ایجاد کړي.

ښاغلي محب وویل: دلته باید د جګړې په اصلي عواملو خبرې وشي له طالبانو سره په خبرو کې لنډ مهاله سوله راتلای شي ، خو ثبات نه شي راتلای.

حکومتونه هېڅ نه شي کولای، تر څو چې ولس ورسره نه وي له دې امله ستاسو پرېکړه لیک باید یو لارښوود وي، چې څنګه کولای شو د امن لپاره ترې کارواخلو باید ټول ابعاد وسنجوو او حل لارې ولټوو.

mobtamobta

دغه راز نورو درنو ویناوالو: د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد، د عوامي نیشنل ګوند مرستیال الحاج غلام محمد بلور صاحب، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ملک عبدالمجید کاکړ، پخواني صوبایې وزیر سردارحسین بابک، د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي، د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې او سیاستوالې جمیلې ګیلاني، سناتور هدایت الله خان، خاموش صاحب، علمي او فرهنګي شخصیت ښاغلي نجیب الله منلي، چې غونډه یې ارزوله په خپلو خبرو کې د لراو بر قومونو پر ستونزواو د روانې جګړې په عواملو خبرې وکړي، په دولتي او نا دولتي کچه یې د اړیکو په ټینګښت، د امن پر لور د نورو هېوادونو له تجربو څخه په استفادې، ولسي هڅو، دا ډول کنفرانسونو په تسلسل، د ښځو په رول او ونډې خبرې او ټینګار وکړ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر دغه هڅه یې د قدر وړ وبلله، وزارت ته یې له هره پلوه په پاملرنې ټینګار وکړ وې ویل: چې دا موږ ته د یو بل د منلو، میني او نږدې کېدلو چل رازده کوي، لر او بر یو افغان دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس سبا هم دوام مومي.

 

 

Latest news

Sat, Aug 31 2024 5:39 PM
Background image

A 104 Years Long Lasting Conflict Between Two Tribes has been Solved in Ghor Province

Aug/31/2024

Hundred-year-old conflict between two tribes in Ghor province, in which hundreds of people were killed, has turned into peace. Alhaj Mullah Noorullah Noori Minister of. . .

Tue, Jun 04 2024 11:54 AM
Background image

A Visit from Ghulam Khan Port and Durand's Hypothetical Line

2024/june/6

Acting Minister of Borders and Tribal Affairs, Alhaji Mullah Noorullah Noori, visited Ghulam Khan Port of Gurbaz District and the areas near the Durand hypothetical line. . .

Mon, Mar 18 2024 9:41 AM
Background image

Meeting with officials of a number of Foreign organizations

Sunday 7 Ramadan 1445

Acting Minister of Borders and Tribal Affairs Alhaji Mullah Noorullah Noori met with the officials of UNDP, OCHA, WFP, UNHCR and a number of other organizations. . .

BACK TO NEWS