د پښتونخوا سياسي، ولسي او فرهنګي مشران او شخصیتونه کابل ته راورسېدل!
دغو مشرانو ته د حامد کرزي په نړیوال هوايې ډګر کې ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه پلاوي، ګنو دولتي چارواکو او قومي او سياسي مشرانو ښه راغلاست او هرکلی ووایه.
ټاکل شوې ده، دغه سياسي، فرهنګي او ولسي مشران او شخصیتونه په هغې دوه ورځني ملي کنفرانس کې ګډون او وينا وکړې چې، د امن او ثبات تر عنوان لاندې په کابل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا جوړيږي.
د کنفرانس ګډونکوونکي به په افغانستان کې د تلپاتې سولې غږ اوچت کړي او هم به د لر او بر مشران پکې د سولې د بېلابېلو اړخونو او په دې برخه کې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې.