په خوست کې د منګلو قوم له يو شمېر مشرانو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
Mon, Feb 15 2021 10:58 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولايت کې د منګلو قوم له مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې يادو مشرانو او ځوانانو ښاغلي محب الله صميم ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د قومونو د انسجام او ملي یووالي په ټینګښت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې، نوموړو دغه راز د نظام د ملاتړ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې خپلې یو لړ ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د دوې له مېلمه پالنې څخه د مننې په ترڅ کې له نظام او جمهوريت څخه د دوې ملاتړ وستایه وی وویل: موږ بايد په ګډه کار وکړو ترڅو هېواد مو له جګړو او ناخوالو وژغورل شي .زما د سفر موخه تاسو سره له نږدې ليدل او ستاسو د ستونزو اورېدل دي مونږ په خپل ټول توان سره ستاسو په خدمت کې یو.

ښاغلي صمیم دغه راز د مشرانو او ځوانانو ستونزې پر ځای وبللې زیاته یې کړه: تاسو ته ډاډ درکوم، چې ستونزې به مو له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu