په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د خلکو له استازي او د افغانستان د قرلق قوم د ټولنیزې شورا له مشرتابه او غړو سره کتنه!

mobta-af
Sun, Feb 07 2021 9:27 AM
mobta

۱۸/۱۱/۱۳۹۹

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د خلکو له استازي ښاغلي شاه خان شېرزاد او د افغانستان د قرلق قوم د ټولنیزې شورا له مشرتابه او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د تابعیت په تذکره کې د قرلق قوم د نوم د ذکر کولو ترڅنګ یو لړ نورې سیمه ییزې ستونزې هم، چې په بېلابېلو برخو کې وې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د راغلو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یې د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډ کور وباله دغه راز یې یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu