په نيمروز کې له قومي او سياسي شخصيت سره ليدنه

mobta-af
Sat, Jan 09 2021 9:46 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرحدونو او قبایلو چارو له پخواني وزیر او قومي مشر ښاغلي عبدا لکریم براهوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو، د سولې له روان بهیر څخه د ولسونو د ملاتړ، د قومونو په انسجام، د ولس او حکومت تر منځ د شته واټن په له منځه وړلو، سیاسي ثبات، د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د قومي مشرانو، دیني علمانو، ځوانانو او مخورو د رول په اړه خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم پرون د یو رسمي سفر په ترڅ کې نیمروز ولایت ته رسېدلې دی!

ټاکل شوې ده، په دې سفر کې ښاغلی محب الله صمیم له سیمه ییزو چارواکو، ولسي استازو، قومي مشرانو، ځوانانو، ښځو او د مدني ټولنو له غړو سره وګوري او شته ستونزې به یې له نږدې واوري.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu