د نيمروز ولايت له يو شمېر قومي مشرانو سره کتنه

mobta-af
Sat, Jan 09 2021 9:44 AM
mobta

د سر حدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل!

په دې کتنه کې د نیمروز ولایت یو شمېر قومي مشرانو او مخورو د نظام، جمهوریت او د امنیتي ځواکونو د ملاتړ سربېره، ټینګار وکړ چې د نیمروز ولسونو تل د نظام، جمهوریت د بقا او پایښت لپاره هڅې کړي.

دوی دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ښاغلي محب الله صمیم سره د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو د شریکولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د ملي یووالي، د ولسونو په انسجام، د سولې ټینګښت په برخو کې به له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د شته نظام د بقا او پایښت په برخو کې د نیمروز ولایت د ولسونو له قربانیو او سرښندنو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د نیمروز ولایت د ولسونو شته ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu