په هېواد کې ټول مېشت درانه قومونه سره وروڼه دي!

mobta-af
Wed, Dec 16 2020 2:32 PM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د بېلابېلو نورستان، ترکمن، پشه یي، ګجر، جوګیان، سادات، ایماق، عرب او بلوڅو قومي مشرانو او ځوانانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې ، چې د وزارت په اړوندو لېسو کې د ناامنو سیمو ځوانانو شامېلیدو، د روغتیايي مرکزونو د نه شتون، د ملي او نړیوالو ورځو په لمانځغونډو کې، چې د وزارت له خوا جوړیږي ګډون کولو او نورو برخو کې وې شریکې کړې او د حل لارو چارو په موندلو یې ټینګار وکړ.

mobta

دغه راز یې له موجوده نظام څخه د ملاتړ په ترڅ کې له وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمم په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: په هېواد کې ټول مېشت درانه قومونه سره وروڼه دي، ځکه چې د هېواد د ساتلو په لار کې یې کې قربانۍ ورکړي او د دوی هڅې او سرخندنې د ستایلو وړ دي.

همدا راز ښاغلي صمیم وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مېشتو درنو قومونو ګډ کور دې او دروازې یې د تل په څېر ستاسو مشرانو پر مخ پرانېستې دي هر وخت کولای شې، چې خپلې ستونزې او سلامشورې مو د چارو د بهبود په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu