د رحمان بابا له عالي لېسه څخه لیدنه!

mobta-af
Tue, Dec 15 2020 10:00 AM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي او مل پلاوي نن له غرمې وروسته د وزارت اړوند رحمان بابا له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي بارکزي د لېسې تعمیر او انګړ څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل: تعلیمي ځایونه، چې د هېواد بچیان پکې زده کړې کوي باید پاک او چاپیریال ساتلو ته یې پاملرنه وشي.

هڅه به دا وي، چې د وزارت اړوند رحمان بابا لېسې او نورو لیسو تنظیفاتي برخې ته د پخوا په څیر پام وکړو. د لېسې د محوطې څخه د باندی د دهبوري او کوته سنګي تر مینځ د عامې لارې یا پیاده رو څو متره ساحه چې په دوامداره توګه د لارویانو لخوا ککړه کیږي د ساحې کسبه کارانو سره د عامه پوهاوي د پروګرام تر څنګ د کابل ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو مسؤلینو څخه غوښتنه وشوه چې په دې برخه کې همکاري وکړې، تر څو ددغه ښوونیز مرکز څخه دباندی عامه لاره هم له هر ډول ککړتیا څخه خوندي وي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد د ناامنو سیمو بچیانو ته د زده کړې ښې زمینې برابرولو په موخه د وزارت په اړوندو لېسو کې د یونفورم وېشل، د ودانیو د بیارغونې، د نظم او دسپیلن لپاره د امنیتي پوستو ځای پر ځای کولو، د زده کوونکو د درسي او لیلیې ستونزو د حل کولو په برخو کې اصلاحات رامنځته شوي دي، چی په پایله کی یی هیڅ غیر مسول کس یادو لېسو کې نشته او د زده کړې د ښه چاپیریال په درلودلو سره د سږ کال کانکور ازموینه کې د یادو لېسو زده کوونکي په ښه نمرو طب، انجنیرۍ، اقتصاد، حقوق اونورو پوهنځیو ته بریالي شوي او بې نتیجې زده کونکي نشته.

دغه راز د وزارت اړوندو مسؤلینو ته د چارو د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu