د غزني ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ناسته!

mobta-af
Wed, Dec 09 2020 2:52 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د غزني ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونز شریکولو ترڅنګ وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت تل په هېواد کې د مېشتو درنو قومونو تر منځ د یووالي د ټینګښت لپاره کار کړی دی او د هغوې ستونزو ته یې د حل لارې چارې پیدا کړې دي، چې د یاد ولایت قومي مشران او مخور د وزارت هڅې د ستايلو وړ بولي او له خپل موجوده نظام څخه بشپړ ملاتړ کوي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو له هېوادنې احساس څخه مننه وکړه وې ویل: موږ په دې ویاړو، چې پوه او د کار وړ قومي مشران لرو او له موږ سره یې د تل په څېر د هېواد د ملي ګټو په ساتلو کې همکارۍ کړي او ستاسو درنو مشرانو ستونزې به له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړم.

د یادونې وړ ده، چې راغلو مشرانو یو ټوک کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ) تر عنوان لاندې وزیر صاحب ته ډالۍ کړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu