له پامیري ځوانانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Wed, Dec 09 2020 2:51 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د بدخشان ولایت د پامیر سیمې له یو شمېر ځوانانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو ځوانانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو په ترڅ کې وویل: په سیمه کې مو د کلینیک، ښوونځیو او سړکونو نه شتون له ستونزو سره مخه کړي یو هیله من یو، چې په دې برخو کې راسره د وزارت مشرتابه همکاري وکړي او زموږ غوښتنې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د یادو ځوانانو ستونزې پرځای وبللې وې ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډ کور دی تاسو هرکله کولای شې، چې خپلې ستونزې د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړئ د پامیر سیمې اوسیدونکي د دې هېواد اصیل بچیان دي او ستاسې ستونزې د اړوند ادارو پورې رسول زموږ مسؤلیت دی.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu