له سیاسي او قومي شخصیتونو سره ناسته!

mobta-af
Sun, Dec 06 2020 8:57 AM
mobta
 
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته له سیاسي او قومي شخصیتونو او د افغانستان د جمهوریت غوښتونکو ملي ګوند له مشرې اغلې عادلې بهرام سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې راغلو مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې یې د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او ټینګار یې وکړه، چې د خپل ولس لپاره به کار کووم او د دوی ستونزې به له نږدې اورم، هڅه به مې دا وي، چې ستاسو درنو مشرانو په سلامشورو سره به راسپارل شوی مسوولیت سرته رسووم.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu