په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو کتنه!

mobta-af
Sat, Dec 05 2020 9:34 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیرښاغلي محب الله صمیم نن پنجشنبې د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۳ مه نېټه په ولسي جرګه کې د ننګرهار او هلمند ولایتونو د خلکو له استازو ښاغلي امیر خان یار او سید احمد خادم سره د خپل کارپه دفترکې وکتل.

د کتنې په پیل کې یادو استازو ښاغلي محب الله صمیم ته د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه د ولسي جرګې له غړو څخه د باور رایو ترلاسه کولو له امله مبارکي وویله، وې ویل: د قومي جوړښتونو او د یووالي په برخه کې موږ همداسې مخورو مشرانو ته اړتیا لرو، ترڅو د قومونو ترمنځ د بي اتفاقۍ اوهرډول ژبني، سمتي او مذهبي توپيرونو مخه ونیسي او له مشرانو سره په سلامشورو خپلې چارې پرمخ بوځي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د نوموړو استازو له ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د چارو پر مخ وړلو کې هرڅوک باید له صداقت او رښتینولۍ څخه کار واخلي زه هم د خپلو خلکو په وړاندې ځینې مسؤلیتونه لرم او کوښښ به مې دا وي، چې دغه مهم مسؤلیتونه ستاسو درنو استازو په همکارۍ په سمه توګه ادا کړم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu