د وزارت اړوند بایزید روښان انسټیټوټ څخه له سلو زیات محصلان له کمپیوټر ساینس، انجینري، اقتصاد او کرنې څانګو څخه فارغ شول.

mobta-af
Sat, Nov 07 2020 10:57 AM
mbta

 

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او له ملي سرود وروسته د بایزید روښان انیسټیټوټ استاد ښاغلي الهام کټوازي پرانیستونکی وینا وکړه، نوموړي فارغ شویو محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې ستاسو د زده کړې پای نه، بلکې پیل دی. نوموړي هیله وښوده، چې تر لیسانس، ماسټرۍ او حتی تر دوکتورا زده کړې وکړي او د روانو بدبختیو او ستونزو د پای ته رسېدو یوازینۍ لار یې پوهه او د زده کړو لار وبلله نوموړي د خبرو په وروستۍ برخه کې د یاد انسټیټوټ د امر حکمت الله ناشر پیغام هم ګډونوالو ته واوراوه.

ورپسې د سرحدونو او قومونو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رییس ښاغلي محمد نبي شهاب وویل، چې موږ به په بشپړ ډول د یاد انسټیټوټ د لا نوښتونو او پرمختګ لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلو او نوموړي فارغ شویو محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د راتلونکو زده کړو ترسراوي او ټولنې ته د رښتني خدمت کولو سپارښتنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې په استازیتوب انجینیر امیر خان همت مصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د یاد انسټیټوټ د رهبرۍ او استادانو هڅې او نوښتونه وستایل

همداشان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د غوره انتخاب شویو انسټیټوټونو له منځه په بایزید روښان انسټیټوټ کې ښاغلي استاد الهام کټوازي ته د غوره استاد په توګه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مډال او ستاینلیک ورکړل شو.

د اقتصاد څانګې امر استاد اختر محمد شېرزي او د کرنې څانګې امر استاد محمد اصف سلامزوی په خپلو خبرو کې د زده کړو د ارزښت ترڅنګ فارغ شویو محصلانو ته مبارکي وویله.

همدا شان د فارغ شویو محصلانو په استازیتوب نثار احمد د یاد انسټيټوټ له رهبري او استادانو مننه وکړه او دوی ته یې د انسانانو په روزلو کې د لاتوفیق هیله وکړه.

د یادونې وړ دی، چې د بایزید روښان انیسټیټوټ رهبري لخوا د کرنې او اقتصاد څانګو امرینو ته د ښې کارکردګۍ له امله ستاینلیکونه ورکړل شول.

فارغ شویو محصلانو ته تر تصدیق پاڼو وروسته غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu