په هېواد کې د ترهګریزو پېښو له امله شهیدانو ته د دعا په پار د عظیم الشان قران ختم!

mobta-af
Tue, Nov 03 2020 2:42 PM
mobta
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د وزارت مرستیالانو، رئیسانو او کارکوونکو په ګډون نن سه شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۱۳ نېټه په هېواد کې د ترهګریزو پېښو قربانیانو، شهیدانو او ټپیانو ته د عظیم الشان قران د ختم په ترسره کولو دعا وشوه.
له ختم وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې، وې ویل: د قران عظیم الشان د دغه ختم ثواب دې ټولو شهیدانو، هغوی چې د هېواد د دښمنانو له خوا څو ورځې وړاندې د کوثر په تعلیمي مرکز له هغه مخکې په ننګرهار، هلمند، کندهار، ارزګان، غور او نورو ولایتونو او په کابل پوهنتون د پروني برید ځوانو محصلینو نجونو او ځوانانو ته، چې په راتلونکې کې یې هېواد او خلکو ته د خدمت کولو هیله درلودله، د هغوی روح ته ورسېږي. غمځپلو کورنیو ته جمیل صبر غواړو، واقعا یوه لویه غمیزه وه، دا زموږ ټولو مشترک غم دی، دغه راز یې پردغه علمي کانون او علمي هستۍ برید په کلکه وغندلو، د خدای (ج) له سپیڅلي دربار څخه یې هیله وکړه، چې نور دې زموږهېواد وال له داسې پېښو په امان کې وساتي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu