د موجوده نظام په پاېښت کې د قومي او سیاسي مشرانو او ځوانانو هڅې له ارزښته ډکې دي !

mobta-af
Mon, Nov 02 2020 2:44 PM
mobta

 

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې له یو شمېر قومي او سیاسي مشرانو او ځوانانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ وویل: د ستونزو د حل لپاره باید ټول مېشت درانه قومونه سره یوځای د سولې، ملي یووالي او امنیت د ټینګښت لپاره کار وکړو، ترڅو په هېواد کې د امن فضا رامنځته او د تلپاتې سولې خاوندان شو.

نوموړو همدار راز له موجوده نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ او له سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سره یې د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د راغلو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: ستاسو درنو مشرانو له نیکو نظرونو څخه منندوی یم، تاسو تل د خپل هېواد او خلکو لپاره ریښتینې او رغنده هڅې ترسره کړي دي هڅه به مې دا وي، چې ستاسو مشرانو نظرونه او سلامشورې له ځان سره ولرم او د چارو د بهبود په برخه کې ورڅخه ګټه واخلم.

دغه راز ښاغلي محب الله صمیم د موجوده جمهوري نظام د پاېښت په برخه کې د قومي او سیاسي مشرانو او ځوانانو هڅې له ارزښته ډکې یادې کړې او نوموړو ته یې ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu