په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ ، چې د هېواد او خلکو د ښمنانو تېره شپه د تخار ولايت د بهارک په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو برید کړی، چي له امله يې زموږ یو شمېر پوځي او ملکي هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي.

انا لله و انا الیه راجعون
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام د هېواد او خلکو د دښمنانو دغه وحشيانه بريد په سختو ټکو غندي او د تخار ولايت له ويرجنو ولسونو سره ځان په دې غم کي شریک بولي.
د پېښې شهیدانو ته د لوی خدای ج له در بار څخه د فردوس جنت، کورنیو ته يې جمیل صبر او ټپيانو ته بشپړه روغتيا غواړي.
محب الله صميم
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير