په لوګر کې د قومي جرګې جوړېدل!

mobta-af
Sat, Oct 24 2020 9:46 AM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا نن چهارشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۳۰مه نېټه (افغانان او په ځانګړي ډول د لوګر سوله غوښتونکي ولسونه، د جمهوري نظام، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او په دوحه کې د بین الافغاني خبرو ملاتړ او د دایمي اوربند غوښتنه کوي) ترعنوان لاندې جرګه جوړه شوه.

په دې جرګه کې، د لوګر والي اجمل شاهپور، د وزارت د جرګواوقبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج محمد یعقوب احمدزي، د ولایتي شورا رییس اوغړو، ګڼ شمېر قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو، ښځو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

د جرګې په پيل کې د لوګر ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رییس ښاغلي فضل معبود دانش د جرګې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.

ورپسې ښاغلي احمدزي، د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم سلامونه او نیکې هېلې د غونډې برخه والو ته وړاندې کړې او د جرګی د موخې په اړه یې د معلوماتو وړاندې کولو په ترڅ کې د روانو سیاسی او ټولنیزو موضوعاتو په اړه رڼا واچوله وې ویل: هېواد په حساس پړاو کی دی، دولت د سولې د ټينګښت لپاره پوره هڅې روانې کړي او موږ هیله من یو، چې دغه خبرې، چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ روانې دي، مطلوبو پایلو ته ورسیږي او په افغانستان کې د دایمي اوربند او سولې د ټینګښت سبب شي، دولت سوله د افغان ولسونو حق بولي اوکوښښ کوي، چی د افغانستان مظلومو ولسونو ته، چې له جګړو ستړي دي، سوله راولي هغه سوله، چې باعزته وي او د ټولو هېواد والو حقوق او لاسته راوړنې پکې خوندي وي.

ورپسی لوګر والي اجمل خان شاهپور د سولې په ټینګښت کې د وزارت هڅې وستایلې او په دې برخه کې یې د جرګو جوړول له ارزښته ډک کار وباله او د دغه شان ولسي جرګو جوړولو د دوام غوښتنه یې وکړه.

په دې غونډه کې دغه راز د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي، د قومی مشرانو په استازیتوب سید رسول احمدزي، د دیني عالمانو په استازیتوب مولوي اسدالله نوري او د ښځو په استازیتوب مېرمن اناهیتا غضنفراو نورو ویناوالو ویناوې وکړې او د جرګې ټولو ګډونوالوپه یوه غږ یې د جمهوري نظام د پایښت، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې په برخه کې د دولت له روانو هڅو څخه ملاتړ وکړ.

غونډه په هېواد کې د سولې د ټينګښت په دعا سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu