د لوګر له والي سره کتنه!

mobta-af
Sat, Oct 24 2020 9:42 AM
mobt

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معین محترم الحاج محمد یعقوب احمدزي، نن له غرمې مخکې د۱۳۹۹لمریز کال د تلې د میاشتې په۳۰ مه نېټه، د لوګر له والي ښاغلي محمد اجمل شاهپور سره ددغه ولایت په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د دغه ولایت مرستیال او مرستياله هم حاضر وه، دواړو لورو د خپلو خبرو په ترڅ کې د ملي یووالي، سولې او امنیت په ټينګښت کې دهېواد د بېلابېلو قومونو د ونډې او له قومونو سره د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا ټينګار وکړ، وې ویل: چې له قومي مشرانو، مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو سره سلا مشورې د سولې په ټينګښت او نورو چارو په پرمختګ کې ډېره مرسته کولای شي.

همداراز د لوګر والي، د جرګو معين ښاغلي احمدزي سره د جرګې په جوړولو کې د هر ډول مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu