د وزارت اداري مجلس جوړ شو!

mobta-af
Mon, Oct 19 2020 9:46 AM
mobta

 

اداري مجلس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ او د معینانو، سلاکارانو او رییسانو په ګډون نن د ۱۳۹۹لمریز کال د تلې پر۲۷ نېټه جوړ شو.

په پیل کې ښاغلي احمدزي د اړوندو ریاستونو له رئیسانو څخه له دې امله چې خپل مسولیتونه په ښه توګه تر سره کوي مننه وکړه او د اداري چارو په لا ګړندیتوب یې ټینګار وکړ.

ورپسې د سرحدي څارنې رئیس له ایران هېواد سره د سرحدونو د څارنې عالي کمېسیون د شپږمې ناستې ، د پلان او پالیسۍ رئیس د پراختیایي پروژو د روان حالت د کار د څرنګوالي او ستونزو، همدا راز د بشري زیرمو رئیس د ښوونې او روزنې ریاست د کارکوونکو د ظرفیت ارزونې، کاري تجربو، زده کړو او د ظرفیت لوړونې لپاره د اړینو پروګرامونو په پام کې نېولو سره هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدا راز په یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم تر بحث وروسته پرېکړې وشوې اړوندو ریاستونو ته یې په اړه د اجرااتو لارښوونه وشوه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu