د سهیل ختیځ زون قومي مشرانو ګډه غونډه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۰:۵۸
mobta

یاده غونډه د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې پر (۳) نیټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په بلنه په کابل کې جوړه شوې وه .

په دې درنه غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزې ، د وزارت مرستیالانو ، په ولسي او مشرانو جرګو کې د یادو ولایتونو یو شمېر استازو ، د پکتیکا ، لوګر او غزني والیانو ، او د سهیل ختځ زون پکتیا ، پکتیکا ، خوست، غزني، لوګر، میدان وردګ ولایتونو او د کوچیانو قومي مشرانو ګډون کړی و، چې تر ډېره ېي د بحث موضوعات پر سولې، یووالي له امنیتي
ځواکونو څخه پردفاع او د سولې په ټینګښت کې دجرګو او قومي مشرانو په ونډې او ارزښت راټول و.

غونډې ته د وزارت د جرګو او قبایلې چارو د همغږی رئیس ښاغلي نیازمحمد امیري په خپلو خبروکې ټولو ګډونوالوته ښه راغلاست ووایه او د وزارت لخوا يې په بېلابېلو ولایتونو کې تر بېلابېلو سر لیکونو لاندې د لسګونو جرګو د جوړولو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل ، وې ویل : موخه مو داده ، چې د قومونو تر منځ اړیکو ته پراختیا ورکړو ، ترڅو د دوي په مشوره او همکارۍ شته ستونزوته د حل لارې چارې پیدا کړو .

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شیرزي خوښې څرګنده کړه ، چې د قومي مشرانو او مخوروپه یوه درنه غونډه کې ګډون کوي .
ښاغلي شیرزي وویل : دا هغه خلک دي ، چې انګرېزانو ته یې ماتې ورکړه اوله سرښندنو یې د تاریخ پاڼې خبرې کوي .

افغانستان د جرګو هېواد دی ، غواړو قومونه سره د ملي موخوپه ترلاسه کولوکې نږدې کړو ، دوی کولای شي ، چې د سولې په بهیر کې ارزښتناک رول ولوبوی .

ښاغلې شېرزي وویل : د هېواد له ولسمشر څخه به وغواړي چې قومي مشرانو ته دسولې په خبروکې ونډه ورکړي. زیاته یې کړه : افغان ولس سولې ته اړتیا لري ،نورباید یوافغان بل افغان ونه وژني،هېواد موجګړوتبااوبرباد کړ،ټول باید په ګډه د سولې لپاره کار وکړو. همدا رازیې د ولمشریزوټاکنوله نوماندانووغوښتل،چې د ټاکنوکمیسیون غړي ستاسود رایوپه وسیله ټاکل شوي دي . باید له جنجال پرته یې رڼوپایلو اعلان ته درناوی وکړۍ.

ورپسې د پکتیا او لوګروالیانو او د بېلابېلو قومونومشرانو په خپلو خبرو کې د سولې د ټینګښت ، په دې اړه د ګډوهڅو، ملي یووالي د اړتیا او پیاوړتیا، له نظام اوا منیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په اړه خبرې وکړې .سوله یې د ټولوافغانانو ملي اړتیا اوغوښتنه وبلله په ګډ کار یې ټینګاروکړ. همداراز یې په نوروبر خو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ، د جرګ وپه جوړولو او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په پیاوړتیا او دې وزارت یې په پاملرنې ټینګار وکړ

مشرانو خپلې غوښتنې، سیمه یزې ستونزې، اړتیاړې او وړاندیزونه هم شریک کړل په پای کې د وزات د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او له مشورو به یې ګټه پورته کړي غونډه په پنځلس مادو کې د یو پرېکړه لیک په صادرولو او په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په دوعا پای ته ورسیده.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

در شماری از ولسوالی‌های شش ولایات، نشست‌های مردمی درباره تطبیق احکام شریعت برگزار شد

.

پنجشنبه ۱۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

 به هدف تطبیق احکام شریعت و هماهنگی بیشتر میان مردم و مسئولان، در شماری از ولسوالی‌های ولایت‌های کندز، پنجشیر، میدان‌وردک، فاریاب، سمنگان و بلخ، نشست‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۴
Background image

مسؤلان ننګرهار دشمنی چهار دهه‌ای را در این ولایت حل کردند

 

یکشنبه، ۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

مسئولان ریاست امورسرحدات، اقوام و قبایل ولایت ننگرهار با همراهی علمای دینی و بزرگان محلی، دشمنی میان دو خانواده را در ولسوالی هسکه مېنه که بر سر ملکیت زمین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

در پکتیکا،  دشمنی چهار ساله پس از برجا گذاشتن ۱۴ کشته و زخمی پایان یافت

 

۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

دشمنی مرگبار چهار ساله میان دو خانواده در ولسوالی خیرکوت ولایت پکتیکا، پس از آن‌که ۱۴ کشته و زخمی برجا گذاشت، با میانجی‌گری مسئولان ریاست امور سرحدات، اقوام و. . .

BACK TO NEWS

User account menu