په بېلا بېلو موضوعاتو بحث او په اړه یې پرېکړې

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۷ - ۸:۴۳
mobta

د مجلس په پیل کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي د هېواد خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت د مجلس ګډونوالو ته مبارکي وویله: وې ویل: چې زموږ وزارت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په لمانځلو او همدا راز په دې اړه نورو فعالیتونو کې تر ټولو مخکې و،چې دا یې یوه لاسته راوړنه وبلله وې ويل: چې د مقام د دفتر، اطلاعاتو اوعامه، تحقیق او مطالعاتو او بشري زېرمو ریسانوپه ګډون دې یوه کمېټه جوړه شي او د تقدیروړکسانو لسټ دې چمتوکړي ترڅوهغه کارکوونکي، چې پدې بهیر کې برخه اخیستې وه او له ځانه یې وړتیا ښودلې وه، تقدیر شي.
همدا راز د وږي نهمې له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځې د ښه لمانځلو هیله یې وکړه، د وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست ته یې دنده وسپارله، چې د یوې علمي او څېړنیزې غونډې په ترځ کې چې په هغې کې د پښتنو او بلوڅو ستونزې، حل لارې، د دوی پر وړاندې ګواښونه پکې په کره توګه څېړل شوي وي تیاری ونیسي.

ښاغلي بارکزي: د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي سلامونه، چې دا مهال په ولایتونو کې له قومي مشرانوسره په لېدنو، کتنو او په را روانو ټاکنو کې،چې ملي بهېر دی د ولس د پراخه ګډون اود تلپاتې سولې دټینګښت په هڅو بوخت دی سلامونه ورسول.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي بارکزي وویل: وزارت په کاري لحاظ مسولیت لري، چې د جرګو او مرکو له لارې خپل ولس او مشران په ملي بهیرونو کې برخې، ونډې او همکارۍ اخیستلو ته وهڅوي.
ښاغلي بارکزي یوه بله مهمه موضوع هم مطرح کړه وې ویل:چې (افغانستان لومړیتوب لري) تردې سر لیک لاندې غواړو څو کسه قومي مشران او بانفوذه شخصیتونه سره راټول کړو تر څو له سیاسیونو او یا اپوزیسیون سره له نږدې خبرې وکړي ،چې له حکومت سره یو ځای د سولې ، چې یو ملي بهېر دی په اړه یو واحد او کلک ملی درېځ رامنځته کړو او خپل افکار او نظریات سره شریک کړي.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه: موږ ته افغانستان لومړیتوب لري، د دې هېواد ملي ګټې او راتلونکې یعنې دا چې د سولې د خبرو پر څرنګوالي پوه شو،چې واقعا افغانانو ته د تلپاتې او با عزته سولې پیغام ولري پر وینا یې چې باید موږ د سولې د خبرو او د سولې وروسته حالاتو په څرنګوالي پوه شو، با خبره اوسو، چې دا یوازې د ولسمشر او نورو مشرانو نه، بلکې د ټولو افغانانو ملي مسولیت دی چی هیواد دبی ثباتۍ وژغوری او دبا عزتې او تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.

ښاغلي بارکزي افغان دولت او طالبانو تر منځ پرخپل منځي خبرو ټینګار وکړ وې ویل:چې سوله زموږ پورې تړاو لري او خپله افغانان یې باید برخلیک وټاکي.

ورپسې د مقام دفتر رئیس د جمهوري ریاست د رالېږل شوي مکتوب متن، چې د وزارتونو د غونډو جلسو په اجنداو کې دې حکمونه او نور هدایتونه د عملي اجرااتو لپاره ونیول شي، د سرحدي څارنې معینیت استازې دافسرانو د کرایي، سفریې او نورو امتیازاتو، له ولایتونو سره د اړېکو رئیس د چارو د سمون او چټکتیا په موخه د ولایتي واحدونو مسولینو مرکزته دراتک پرڅرنګوالي، د جرګو د همغږۍ رئیس په بغلان کې د قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو په ګډون د یوې درنې جرګې د جوړېدو اوهلته د خلکو د وړاندیزونو او غوښتنو او په پکتیا ولایت کې د غرنی ځمکې پر سر د خروټو او منګلو قومونو ترمنځ د شخړې، چې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ د پلاوي د سفر په ترڅ کې ددغو قومومو ترمنځ اوربند وشو او د دواړو لورو بندیان آزاد شول او د قومي چارو سلا کار پاکستان هېواد ته د خپل کاري سفر په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

په یادو او یو لړ نورو مسایلو، بحث، په اړه یې پرېکړې او اړوند مسولینو ته داجرااتو لارښوونه وشوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

A Meeting with Tribal Elders of Maidan Wardak Province

 

Saturday/11th/Oct/2025
Minister of Borders and Tribal Affairs, Alhaj Mullah Noorullah Noori, met with tribal elders, scholars and dignitaries of Narkh district of Maidan Wardak
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

وحدت در میان ملت و عملی شدن اصول اسلامی شرط های اساسی بقای نظام و پیشرفت کشور می باشد

 

سه شنبه ۱۴ ربيع الثاني ۱۴۴۷

این اظهارات را مسؤلین  امارت اسلامی امروز در جریان یک نشست که تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم  در ولایت فاریاب تحت رهبری مولوی محمد علی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۱۴
Background image

تدویر نشست مردمی تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم

 

یکشنبه/ ۱۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷

نشست بزرگ مردمی تحت رهبری مولوی محمد علی جان احمد، معین جرگه ها و هماهنگی امور قبایل وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل و هیئت همراه شان در ولایت سمنگان. . .

BACK TO NEWS

User account menu