پکتيا کې له ۳۰ کلنې مرګوني دښمنۍ وروسته روغه
دوشنبه ٢٦ شوال المکرم ۱۴۴۷
د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د يو لوی قوم د دوو کورنیو ترمنځ نږدې ۳۰ کلنه دښمني د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په دوامدارو هڅو پای ته ورسېده او د سولې لاسونه يې سره ورکړل.
د دې شخړې پر مهال له دواړو لورو یو یو تن وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی و، چې د روغې جوړې له ترسره کيدو وروسته، د دواړو کورنیو غړو د خوښي په څرګندولو سره له نورو خلکو هم وغوښتل، چې د بښنې او ورورولۍ لاره خپله کړي. د یادو کورنیو مشرانو په وينا د يادې اوږدې دښمنۍ له امله یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ و، چې آن خپل کلي يې هم سره پرېښي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو په دغه ولايت کې تېر کال ۴۳ لویې او ۱۱۸ کوچنۍ شخړې هوارې کړې دي او د شخړو د حل دا لړۍ لا هم روانه ده. پکتیا د هيواد له هغو لويو ولايتونو څخه دی، چې بېلابېل قومونه پکې ژوند کوي.
