ډېورنډ فرضي کرښې ته څيرمه مېشتو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مرکزي کمېټې ناسته

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۸:۵۶
ډېورنډ فرضي کرښې ته څيرمه مېشتو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د مرکزي کمېټې ناسته

 

پنجشنبه ۱ ذوالحجه ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د د فتر رئيس مولوي نياز محمد تقي په مشري د سرحدي خدمتونو مرکزي کمېټې د غړو په شتون کې نن د ننګرهار، نورستان او پکتيا ولايتونو په یو شمېر سرحدي ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پيل او عملي چارو د ترسره کولو په موخه د شته ستونزو د ارزونې  په حل لارو مشورتي ناسته وکړه. 
 
په دغه مشورتي ناسته کې د سرحدي خدمتونو مرکزي کمېټې مشر، استازو او د یادې کمېټې تخنیکي غړو د نورستان ولايت په کامدېش او برګ مټال ولسواليو کې د څو پروژو د پيل خبر ورکړ، چې پکې د مسجدونو او ديني مدرسو رغول شامل دي، همداراز په پکتيا کې د اوبو څاګانو پر کېندلو او ننګرهار کې هم د يو شمېر ستونزو پر حل بحث وشو.

د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت څه موده وړاندې هم د ننګرهار په اچين، دوربابا، لعل پورې، مومندرې او خوګياڼو ولسواليو کې د ۷۱ ميليونه افغانيو په لګښت ځينې پروژې د تطبيق په موخه وړاندې کړې دي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu