په بلخ ولایت کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځيدو لړۍ بیا پیل شوه

khoram_admin
غصب

 

پنجشنبه: ۱۴۴۶/۶/١٠

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین او د غصب د کمېسیون مشر الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کرنې اوبو لګونې او مالداري وزارت د اراضي رئیس مولوي محمود مظلوم، د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس او د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په هېواد کې د غصب شویو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځولو د بيا پیل په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې وویل: له فاریاب ولایت څخه وروسته دا بهیر په بلخ ولایت کې پیل شو او  په همدې ډول به دا لړۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي، نوموړي زياته کړه چې د تیرې ادارې د واکمنۍ پر مهال چې کومې ستونزې په ياده برخه کې رامنځته شوې وې د ياد کمېسيون له لوري به تر پوره څېړنو او پلټنو وروسته ورته رسېدنه وشي او د ټولو اړخونو په پام کې نيولو سره به حل شي.

همدا راز د بلخ ولایت مرستیال والي حاجي مولوي نورالهادي ابوادریس د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځېدو په بیا پیل خوښي څرګنده کړه او الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي ته یې ډاډ ورکړ چې د دې پروسې د بشپړولو لپاره د بلخ ټول سیمه‌ ییز مسؤلین هر ډول همکاري ته چمتو دي.

ددې تر څنګ د بلخ ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو هم په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال د دې بهیر پیل د ټول ولس د نېکمرغۍ او ښه راتلونکي لپاره لومړی ګام وباله، هغوی زیاته کړه چې راغلی پلاوی به د تخنیکي ټیم په مرسته د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یاده پروسه په ښه توګه عملي کړي.

په پای کې د غصب شویو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځېدو د کمېسیون مشر او غړو د بلخ ولایت له ټولو ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې د څړځایونو اړوند هر ډول شکایات او عریضې دې له تخنیکي هیئت سره شریکې کړي، تر څو يادو ستونزو ته د ټاکل شوي هیئت له لوري رسېدنه وشي.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۸:۵۸
Background image

خبرتیا:

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ۱۴۰۳/۴/۱۹ هـ ل او ۱۴۴۵/۱۲/۱ هـ ق نېته د شنبې په ورځ (۲۴۹) قلمه رنګارنګ داغمه (مستعمل) اجناس، مالونه او وسایط لیلاموي، هغه کسان، شرکتونه او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۲۳
Background image

اطلاعیه:

 نتایج امتحان متفرقه شمولیت در لیسه های سه گانه  (رحمان بابا،خوشحال خان و پیر محمد کاکړ) وزارت سرحدات، اقوام وقبایل اعلان گردید. 

 

شاگردان میتوانند نتایج خویش را در فایل ذیل ببینند!

. . .
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۲۶
Background image

اطلاعیه اعلان نتایج ولایت های مرکزی!

هـ ق ۲۰/۹/۱۴۴۵ 

نتایج شاگردان موفق شده برای سال تعليمی ١٤٠٣ لیسه های سه گانه وزارت امور سرحدات، اقوام  و قبایل از پنج ولایت مرکزی (پروان، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر و کابل)

 

شاګردان . . .

بازگشت به اطلاعیه ها