په مرکز کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د څلورو ښوونیزو مرکزونو څخه د فارغانو په ویاړ غونډه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۳۴
خبر

۱۴۴۵/۵/۲۴

د دغې غونډې پر مهال د دسرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست الحاج ملا نورالله نوري، د یاد وزارت مرستیالانو او نورو مسؤلینو، جيد عالم خلیفه دین محمد صاحب، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی، د بایزید روښان انستیتوت، رحمان بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ عالي لېسو فارغینو، د هغوی والدینو او نور ګڼ شمېر مسؤلینو حضور درلود. 

د غونډې په دوران کې ټولو مسؤلینو د زده کوونکو او محصلینو په فراغت خوښي وښوده، زکړیالان یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل. دوی د زدکړو اهمیت ته په اشارې کولو سره وویل: په کومه ټولنه کې چې زده کړې نه وي هغه جامعه ړنده ده او هیڅکله پرمختګ نه شي کولای. سرپرست وزیر ښاغلي نوري فارغانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د هيواد روښانه راتلونکی تضمينوئ ځکه نو خپلو مسؤلیتونو ته متوجه اوسئ تر څو له پردي کلتور او تبليغاتو څخه متاثره نه شئ. 
نوموړي د دغې غونډې له لارې ټول افغان ملت ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د ځوانانو روزلو او د قومونو تر منځ د یووالي قائمولو په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ډېري د پام وړ دي او موږ به یې د لا ښه والي لپاره پوره هڅه وکړو. 

هیره دي نه وي چې په یادو مراسمو کې له بایزید روښان انستیتوت څخه ۲۸ تنه زده کړیالان او له دریو یادو شویو لېسو  څخه ۳۹۲ زده کوونکې فارغ شول چې د وزارت مقام له لوري په معنوي ډالیو او ستاینلیکونو ونازول شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu