د خوست ولایت ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې څخه ليدنه
يکشنبه ١٤٤٤قمري کال د ربيع الااول ٢٠مه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او مل پلاوي پداسې حال کې چې د خوست ولايت پخواني والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري او د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ريئس ښاغلي شيخ کليم الرحمن فاني يې هم ملگرتيا کوله د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند فرضي کرښي څخه له نږدې ليدنه وکړه.
له فرضي کرښې څخه د ليدنې پر مهال ښاغلي الحاج ملانورالله نوري مسولينو ته سپاريښتنه وکړه چې په دوامداره توگه دې د هېواد له فرضي کرښو او سرحدونو څخه د حفاظت په موخه نظارت او څارنه تر سره کړي او دغه راز يې له ځايې پوله ساتو ځواکونو څخه د هېواد د پولو د ساتلو له امله مننه وکړه او د دنده په تر سره کولو کې يې صداقت او ايماندارۍ ته وهڅول.