د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د هرات ولایت له دیني علماء، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۷:۱
mobta

١٤٤٤ قمري ربيع الاول ١٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن د هرات ولایت د بېلابېلو سرحدي ولسواليو له لسګونو تنو دیني عالمانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په داسې حال کې ولیدل چې پر مهال یې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي ملا عبدالخالق عابد هم حضور درلود. په دې غونډه کې قومي مشرانو ملا غلام نبي بلوڅ ، الحاج عبدالکريم او حاجي نثار احمد د قومونو او قبایلو په انسجام او نورو برخو کې د اسلامي امارت او د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت هر ډول هلې ځلې غوره او پرځای وبللې، هغوی وویل: موږ د اسلامي امارت د ځواکونو تر څنگ ولاړ يو او له گډو پولو به د خپل سر په بيه ساتنه کوو. نوموړو دغه راز په سږني کال کې وروستيو وچکاليو ته په اشاره سره وويل د هرات د سرحدي ولسواليو ډېری اوسيدونکي په مالداري او کرکيلي بوخت خلک دي چې يادو وچکاليو سخت زيانونه ورته رسولي، هغوي له سرپرست وزير څخه وغوښتل چې له دوى سره دې د همکاري تر څنگ يادې ستونزې له اړوند ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي. ورپسې د سرحدونو ق.ق چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري د دوی له اسلامي، ملي احساس او همکاريو څخه د مننې په ترڅ کې وویل: وزارت د ټولو قومونو ګډ کور دی، هغه زياته کړه قومي مشران د خپلو قومي ظرفيتونو او نفوذ څخه په استفادې سره کولای شي چې د سرحدونو په ساتنه او د يووالي په ټينګښت د قومونو د انسجام او د اسلامي نظام د ساتنې په لار کې مهم رول ولوبوي، او همدا راز يې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه د دوی د ستونزو د شریکولو ډاډ ورکړ. وروسته د وزارت د جرگو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق عابد وویل: الله ج پر موږ لوی احسان وکړ چې زموږ په هېواد کې یې اسلامي نظام حاکم کړ، د ٤٤ کالونو را پاتې ستونزې په يو کال نه حل کيږي، د افغانستان ټول ولسونه بايد صبر او زغم ولري، اسلامي امارت به په لږ وخت کې ټولو ستونزو ته رسېدګي وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

دشمنی ۳۰ ساله میان دو خانواده در ولسوالی قرغه‌یی لغمان پایان یافت


۱۴۴۸/۱/۱۴
دشمنی ۳۰ ساله میان خانواده‌های ملک سیدولی و میراخان در قریه امبیړ ولسوالی قرغه‌یی ولایت لغمان، با میانجیگری آمریت امور سرحدات، اقوام و قبایل این ولایت، عالمان دینی و متنفذین
. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

ختم دشمنی دو خانواده در بلخ


دوشنبه ۱۳ محرم سال ۱۴۴۸ هجری قمری
با تلاش‌های مکرر مسوولان ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل منازعه میان دو خانواده در ولسوالی زارع ولایت بلخ خاتمه یافت.
مسئولین ریاست امور سرحدات،
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

کسانی که بیست سال مردم غیور افغانستان را برای تحقق اهداف شوم خود آزمودند، دیگر نباید شعار آزادی افغانستان آزاد و مستقل را سر دهند

 

شنبه، ۱۱ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل، ملا نورالله نوری، در جریان سفرش به ولایت سرپل، در یک نشست مردمی تحت عنوان (وحدت و هم‌آهنگی با مردم)  که در منطقه. . .

BACK TO NEWS

User account menu