د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارووزارت، له ملت سره یو کلنې لاسته راوړنې شریکې کړې

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۹:۲۷
mobta

د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت د سرحدي بررسۍ معین ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد، چې د وزارت یو شمېر چارواکواود رسنیواستازو هم حضور درلود د حکومت د اطلاعاتو اورسنیو مرکز له لارې د زمري پر۲۷ مه له ولس سره د وزارت یو کلنې لاسته راوړنې شریکې کړې. ملت ته د دولت له خوا د حساب ورکونې په یاد پروګرام کې د وزارت د سرحدونو د بررسۍ معین ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد وویل: چې افغانستان یو قومي او قبیلوي جوړښت دی،دلته ستونزې د جرګو په وسیله حلیږي له دې امله یې د قومونو د انسجام اود ستونزود اورېدواو حل په موخه ګڼ شمېر ولایتونو کې د زرګونه علماو،قومي مشرانو، مخورو اوځوانانوپه ګډون ترشلو ډېرې جرګې جوړې کړې دي اوتر ۱۷بېلابېلو شخړوته یې حل لارې موندلي دي ، چې د بېلګې په توګه یې میدان وردګ، بامیان او غور ولایتونو کې د ځایي اوسیدونکو اوکوچیانوتر منځ د ځمکواوڅړځایونوپرسر د شخړې د حل او د ځایي آدارې اوخلکوپه ګډون یې د شخړو د حل شل کسیزکمیسیون د جوړېدویادونه یې وکړه او دا یې یوه ښه لاسته راوړنه وبلله.دغه راز یې د چارو د سمون په موخه د یوباصلاحیته پلاوي لخوا دهېواد په ۷ ولایتونوکې د دویمو واحدونود چارو ارزونې د ترسره کېدو، د چارو د سمون ، آداري فساد د مخنیوي په اړه هم لنډ معلومات وړاندې کړل. ښاغلي شیخ صاحب خالد دغه راز د وزارت په اړوند لسوتعلیمي مرکزونو کې په لیلیه توګه د ۳۰۰۰زده کوونکو د شتون یادونه وکړه وې ویل: چې مسؤلینو یې پروخت له تدریسي اواداري چارو نظارت اواړتیاو ته یې پروخت پاملرنه کړې ده، محترم خالد وایي چې وزارت پورې اړوند رسنۍ یې فعالې دي ، په عادي توګه خپرونې لري اود امارت تر بریا وروسته یې د (جرګه ) مجلې یو ه فوق العاده او دغه راز یې د جرګه اوهموطن مجلویوه یوه ګڼه هم چاپ او په وړیا توګه وېشلي دي. پروینا یې چې د سرحدونواوډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د سرغړونواو تخریباتو دقیقه اوپروخت څېړنه کړې او د لومړي ځل لپاره یې د وزارت د پنځه کلنوموخود تحقق لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړکړی دی، دغه رازیې د وزارت لخوا پریوشمېر قومونو، ځنګلونواوولایتونوپه سرحدونود څېړنې د ترسره کېدو، د کوچیانوروغتیا ته د پاملرنې، زرګونه څارویوته یې دهالنډ کمېټې په همکارۍ د چینجیو درملو د وېشلواود لېونتوب واکسین د ترلاسه کولو، په کابل اویوشمېر ولایتونو کې یې پربیوزلود خوراکي توکود وېشلواو له یونیسف مؤسسې سره یې د کوچیانولپاره د ګرځنده ښوونځیو جوړولود هوکړې په اړه معلومات وړاندې اود خبریالانوپوښتنو ته یې ځوابونه وویل .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

A Meeting with Tribal Elders of Maidan Wardak Province

 

Saturday/11th/Oct/2025
Minister of Borders and Tribal Affairs, Alhaj Mullah Noorullah Noori, met with tribal elders, scholars and dignitaries of Narkh district of Maidan Wardak
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

وحدت در میان ملت و عملی شدن اصول اسلامی شرط های اساسی بقای نظام و پیشرفت کشور می باشد

 

سه شنبه ۱۴ ربيع الثاني ۱۴۴۷

این اظهارات را مسؤلین  امارت اسلامی امروز در جریان یک نشست که تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم  در ولایت فاریاب تحت رهبری مولوی محمد علی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۱۴
Background image

تدویر نشست مردمی تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم

 

یکشنبه/ ۱۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷

نشست بزرگ مردمی تحت رهبری مولوی محمد علی جان احمد، معین جرگه ها و هماهنگی امور قبایل وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل و هیئت همراه شان در ولایت سمنگان. . .

BACK TO NEWS

User account menu