د کندهار ولایت لرې پرتوو سېمو له قومي مشرانو سره کتنه
دغبرگولې١٩مه- پنچ شنبه
د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو رئيس ښاغلي ملا اغاجان دياد ولايت، لرې پرتوو سېمو د قومي مشرانو ، او علماو سربېره د الکوزو قوم مشر حاجي نعمت الله سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په یاده کتنه کې قومي مشرانو او علماو د یاد ریاست له رئيس څخه وغوښتل چې ستونزي دې داسلامي شريعت په رنا کې حل او د روغتیایې مرکزونو په جوړولو کې دې له دوي سره مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز د الکوزى قوم راغلی مشر هم دې ته ورته ستونزې مطرح او د حل غوښتونکۍ شوه.
ورپسي د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو رئيس ښاغلي ملا اغاجان یادو مشرانو ته د ستونزو د حل په اړه د همکاریو او له اړوند ادارو سره د حل په موخه دشریکولو ډاډ ورکړ .