د غزنې د ولايتي شورا له غړې، ګڼشمېر ښځينه فعالانو، د کانکور ازموینې له ګډونوالو او د زينب هاشمي لېسې د ترانې ټيم له کوچنيو ماشومانو سره لېدنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۹:۳۶
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم غزني ولايت ته د خپل رسمي سفر په درېيمه ورځ د ولايتي شورا له غړې اغلې فاطمې رحيمي، ګڼ شمېر ښځینه فعالانو، د کانکور ګډونوالو او د يادې لېسې د ترانې ټيم له کوچنيو ماشومانو سره وکتل.

په دې کتنه کې، يادو ښځينه فعالانو د ښاغلي صميم له ولسي او ټولنيزو هلو ځلو او د خلکو په ویښتابه کې بېلابېلو ولايتونو ته د نوموړي د رسمي سفرونو له امله مننه وکړه.

همداراز يې په غزني ولايت کې ځوانانو ته د زده کړو د زمينې برابرولو، د ښځو حقوقو د ساتنې، روغتيايي خدماتو، دوى ته د کارموندلو، امنيت د ټينګښت او داسې نورو برخو کې خپلې ستونزې شرېکې کړې.

ورپسې ښاغلي محب الله صميم د خپلو خبرو په ترڅ کې دوى ته ډاډ ورکړ، چې په همدې موخه مو ياد ولايت ته سفر کړى، ترڅو ستاسو ستونزې، وړانديزونه او سلامشورې له ځان سره ولرم او له اړوندو ادارو سره يې د حل په موخه شريکې کړم.

.

دغه راز له تاسو زړه ورو او با شهامته خوېندو څخه مو غوښتنه داده، چې همېشه له خپل موجوده جمهوري نظام سره همکاري وکړئ او د دې نظام د پاېښت او بقا لپاره خپلو سياسي، فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو ته دوام ورکړئ وزارت په ټولو برخو کې ستاسو ملاتړې او همکار دی.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu