د پښتونخوا او بلوچستان سياسي او فرهنګي مشرانو ته ښه راغلاست وويل شو!
د مشرانو جرګې ريس ښاغلي فضل هادي مسلميار په داسې حال کې چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صميم هم حاضر و، د پښتونخوا او بلوچستان سياسي او فرهنګي شخصيتونو سره د کابل په کانټيننټل هوټل کې وکتل او ورته يې ښه راغلاست ووايه.
په دې کتنه کې وينا والو د امن او ثبات دوه ورځنې ملي کنفرانس، چې سبا د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا په کابل ستار هوټل کې جوړيږی مهم او ګټور وباله.