د لغمان ولایت له بېلابېلو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره ناسته!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۹
mobta

د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي نن د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښارکې ددغه ولایت له بېلابېلو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخور سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړۍ قومی مشرانو په دغه ولایت کې خپلې بېلابېلې ستونزې له ښاغلي احمدزي سره شریکی کړی، دغه راز یې د سولی خبرو اترو، اوربند او شته نظام څخه بشپړ ملاتړ څرګند کړ، او په یو غږ ټولو وویل چی موږ سوله غواړو، د لغمان ولایت خلک سوله خوښونکي دي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د نظام نشتون د هیچا په ګټه نه دی، موږ اوتاسو باید له خپل موجوده نظام څخه حمایت وکړو باید د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودریږو، او د سولی راوستلو لپاره په ګډه کار وکړو، ښاغلي احمدزي دغه راز دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو چارواکو سره شریکي کړي.

همدا راز ښاغلي احمدزي ددغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو آمریت له کارکوونکو سره هم وکتل او د کارونو ارزونه یی وکړه، د دوې ستونزې یې واورېدې او د چارو د ښه سمون او بهبود په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu