د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له ځوانانو او ټولنيزو فعالانو سره کتنه!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۹:۴۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صميم نن پنجشنبې د 1399 لمریز کال د ليندۍ میاشتې په 20مه نېټه د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له یو شمېر ځوانانو، ټولنيزو فعالانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو ځوانانو او مدني فعالانو د زده کړې او وزګارتيا په برخو کې خپلو يو لړ ستونزو شریکولو ترڅنګ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه کړنې او فعالیتونه، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ترسره کړي دي، د ستاینې وړ وبلل.

همدا راز نوموړو له موجوده نظام ځخه د ملاتړ تر څنګ ډاډ ورکړ، چې په بېلابېلو برخو کې به له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

mobta

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صميم په خپلو خبرو کې د یادو ځوانانو ستونزې پر ځای وبللې او د دوی له ملي احساس څخه، چې د هېواد د آبادۍ او سولې د ټینګښت په برخه کې لري مننه او قدرداني وکړه، وې ویل: موږ هر یو باید خپل مسؤلیتونه، چې د هېواد او خلکو پر وړاندې یې لرو په سمه توګه ترسره کړو، ځکه چې زموږ ولسونو د خپل هېواد او خاورې د ساتلو په موخه قربانې ورکړي او په دې برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه موږ به تل د خپلو خلکو په تېره بيا د ځوانانو د هوساینې او راتلونکي د ښه والي لپاره هلې ځلې وکړو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu