د ننګرهار ولسونو د یوې پراخې جرګې په ترڅ کې له جمهوري نظام، ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو او په دوحه کې د بین الافغاني خبرو څخه خپل بشپړملاتړ څرګند او د دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۹:۷
mobta

 

په غونډه کې، چې نن پنجشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د د تلې میاشتې پر ۱۷مه نېټه جوړه شوه، د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم, د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ښاغلي ضیا الحق امر خېل، د وزارت مشرتابه پلاوي د ولايتي شورا يو شمېر غړو، د علماوو د شورا رئیس او غړو، د ولسي جرګې غړو، ګڼ شمير قومي مشرانو ، ديني عالمانو، مخورو، ښځینه فعالانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي وجیه الرحمن شینواري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.

ورپسې د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ښاغلي ضیا الحق امر خېل، د سرحدونو او قبایلو چارو له مشرتابه څخه مننه وکړه، د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې یې د وزارت هلې ځلې وستایلې او د هېواد د ملی مصالحو لپاره یې ددغه شان جرګو جوړول مهم وبلل، نوموړي د هېواد ټول درانه قومونه اتحاد او ا تقاق ته راوبلل.

ښاغلي امیر خيل وویل: د افغانستان خلک او حکومت په سوله باور لري او په دې برخه کې به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي تر څو پر افغانانو باندې ټپل شوې اوږده جګړه پای ته ورسیږي، نوموړي هیله څرګنده کړه چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې د دایمي اوربند او باعزته سولې د ټينګښت سبب شي.

همدا راز په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرووف شپون د هېواد د ملي امنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې او هيله يې وښوده چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ خبرې مثبتې پايلې ولري.

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ننګرهار د غني خېلو د خونړۍ پېښې شهیدانو پاک روح ته دعا وکړه، او د شهیدانو کورنیو ته یې د خپل ژور خپګان مراتب څرګند کړل. mobta

ښاغلي صمیم د خپلو خبرو په دوام وویل، سوله د افغانانو اساسي اړتیا ده، د سولې لپاره دې ترهر څه وړاندې بايد طالبان په هېواد کې اوربند اعلان کړي، ځکه افغانان نور له جګړو څخه ستړي شوي دي او د سولې مستحق دي افغانان بايد له دې زیات باید ونه کړيږي.

همدا راز ښاغلي صمیم وویل: د سولې په ټینګښت او ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ کې د قومي مشرانو رول ارزښتناکه وباله زیاته یې کړه:د هېواد له بېلابېلو قومي مشرانو او ديني عالمانو سره په مشوره او همکارۍ جدي کار کوي، ترڅو په افغانستان کې د جکړې ټغر ټول او سوله ټینګه شي.

وروسته په غونډه کې د ننګرهار د عالمانو شورا مشر مولوي حبیب الله جلال آبادي، د ولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر ، د مومندو د قوم په استازېتوب الحاج جهانزېب مومند ، د شنیوارو قوم په استازېتوب داکټر عصمت الله شینوارې ، د خوګیاڼيو قوم په استازېتوب حاجی محمد ولي خان خوګیاني ، د ښخو په استازېتوب اغلې ملالې میوند، د سولې د ولسي کاروان مشر محمد اقبال خیبر، د ځوانانو په استازېتوب شاه زمان خوګیاني او د پوهنتون استاد او قومي مشر محمد انور سلطاني او يو شمېر نورو قومي مشرانو په وار سره خبرې وکړې په خپلو خبرو کې د جمهورنظام او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړپه ترڅ کې پر وسلوالو طالبانو يې غږ وکړ، چې دایمي اوربند ټینګ او بين الافغاني خبرو ته زمينه برابره کړي، نور له جګړې لاس واخلي او له دولت سره سوله وکړي، تر څو زموږ د ځوانانو د وينې تويدنې مخه ونيول شي.

غونډه يې په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د ټينګښت په دعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu