په بلخ  ولايت کې ۱۲ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

khoram_admin
Sun, Nov 24 2024 2:14 PM
شخړه

 

یکشنبه ۱۴۴۶/۵/٢٢

د بلخ ولايت دولت آباد ولسوالۍ په تلي ګک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۲ کلنه اوږده شخړه په داسې مهال پای ته ورسېده، چې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال پکې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست مسؤلينو، قومي مخورو، علماوو او لسکونه ځايي اوسيدونکو ګډون درلود.

د روغې جوړې په يادو مراسيمو کې د اسلامي امارت مشرانو او علماوو له فيصلې کولو وروسته د ولسونو ترمنځ په اتفاق ټينګار وکړ او له ښکېلو لوریو يې وغوښتل، چې د دښمني پرځاي يو بل ته مينه ورکړي ترڅو ژوند په اخوت او ورورولۍ سره تر سره کړي.

شخړه کوونکې کورنۍ چې له دغه اوږده جنجال څخه نورې په تنګ راغلې وې، د مصلحينو په عادلانه پريکړه یې خوښي څرګنده کړه او يو بل ته د بښنې په کولو سره غاړه غړۍ شول، چې په همدې ترتيب يې ياده ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu