د داخلي تفتیش ریاست

مخینه:

د داخلی تفتیش ریاست د  ۸/۱۷/ ۱۳۵۹ (۲۶۴۴) نمبر مصوبې پربنسټ د افغانستان د جمهوري دولت د وزیرانو د عالی شورا له خوا، چی د داخلی پلټنې دولتي او موسساتو د اداراتو د تاسیس په ا‌ړه ده، جوړشو.

 د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په وزارت کې  د داخلی تفتیش عمومي مدیریت په لاندې ډول د لمړي بند پر اساس د (۸) نمبر مصوبې چې په ۱۱/۱۲/ ۱۳۸۴ نيټه د وزیرانو د عالی شورا لخوا تصویب او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ۱۳۸۴ کال په تشکیل کې رامنځته شو او په ۱۳۸۶ کال کې د داخلي تفتیش د څېړنې ریاست ته لوړ شو.

په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د ریاست عنوان بدل او د داخلي تفتیش په نامه ونومول شو

د دې ریاست  په تشکیل کې د مالي او حسابي تفتیش آمریت، د څارنې او څېړنې لوی مدیریت، اجرایه مدیریت او له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو کارپوه شامل دي.

دغه ریاست د هېواد د نافذه قوانینو او تقنینی قوانینو په رڼا او د داخلي تفتیش د مقررې او د تفتیش د ستندرد تعلیمنامې سره سم د وزارت له ۱۱ مرکزي او ۳۳ دویمو واحدونو څخه روانه، راتلونکې او فوق العاده څېړنه او څارنه کوي.

د څارنې او څېړنې لوی مدیریت د هېواد د نافذو قوانینو په رڼا کې د پلټونکي رپوټونه تحلیل او څیړي او دغه راز له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو کارپوه د داخلي تفتیش ریاست له موظف هیئت سره د پلټونکي رپوټونه او له ادارو څخه کمي او کیفي کارشناسي کوی.