خوست کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري ولسي غونډه ترسره شوه

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۶
خوست کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري ولسي غونډه ترسره شوه

چهار شنبه ٧ جمادی ‌الآخرة ۱۴۴۸

د ولايتي غونډو د لړۍ په ترڅ کې نن د خوست ولايت مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يو ګډ هيئت له لوري د اسلامي نظام ترچتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې مشري يې د ياد وزارت د سرحدي پلټنو معين مولوي عنايت الله شجاع کوله.

نوموړي د دغه ولسي غونډې له لارې د خوست ولايت د ولسونو تېرې قربانۍ او سرښندنې وستايلې او اسلامي نظام يې د ټولو خلکو ګډ نظام ياد کړ. ښاغلي شجاع د اسلامي امارت مسؤلين پر ولس د شفقت او مهربانۍ له مخې خادمين وبلل او همداراز يې زياته کړه، کومې ډلې ټپلې، چې په مختلفو نومونو افغانستان کې د بيا ځل لپاره د نا امنيو هڅې کوي، دې خلکو تجربه کړې او بيا يې د ظلمونو تاب نلري.

ورپسي د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمد آجان رهبر خلک د اميرالمؤمنين حفظه الله فرمانونو ته متوجه کړل او له هغوی يې وغوښتل، چې د يادو فرمانونو په عملي کولو او خپرولو کې خپل مسؤليت ادا کړي. نوموړي د اسلامي امارت فتحه د نړۍ خلکو ته د يو جرئت په توګه ياده کړه او په دغه برخه کې يې د کلکې عقيدي او ايماني جذبې درلودل مهم وبلل. نوموړي همداراز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې رسېدنه کوي او ځوانانو ته به د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې تر سره کړي.

په پای کې قومي مشرانو د غونډې پرمهال د خوست ولايت د ولسونو يووالي ته په اشاره سره وويل: دې ولسونو د خپل اتحاد په برکت د هر تجاوزګر پر وړاندې د سر په بدله قربانۍ ورکړې دي او د هېواد د ازادۍ لپاره يې خپل شجاعت ثابت کړی دی. دوی د اسلامي امارت لاسته راوړنې په بېلابېلو برخو کې وستايلې او د ځينو حياتي پروژو په يادولو سره يې يو لړ سيمه ييزې ستونزې هم له مسؤلينو سره شريکې کړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۳:۴۹
Background image

((وقت آن می آید، که یک روز افغان‌های مظلوم جهان را نجات می دهند))

چهارشنبه ۳۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

این سخنان را مولوی عنایت شجاع معین بررسی سرحدی وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل  درنشستی که از سوی این وزارت  تحت عنوان نفاذ شریعت زیر جتر نظام اسلامی و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

نشست  تطبیق شریعت و هماهنگی با مردم  در چوکات  نظام اسلامی در ولایت تخار 

یکشنبه، ۲۰ جمادی الأولی  ۱۴۴۸

وزارت امور سرحدات، اقوام  و قبایل به ادامه برګزاری نشست های  خویش به هدف تطبیق احکام شرعی وهماهنگی با مردم  در  ولایات، نشستی را با نمایندگان اقشار مختلف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

تدویر نشست نفاذ شریعت اسلامی و هماهنگی میان مردم در ولسوالی استالف کابل

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

وزارت امور سرحدات، اقوام وقبایل به  رهبری مولوی محمد آجان رهبر رئیس جرگه ها و هماهنگی  امور قبایل این وزارت، نشست بزرگ مردمی  را تحت عنوان تنفیذ شریعت. . .

BACK TO NEWS

User account menu