بغلان کې د دوه کلنې شخړې حل
پنجشنبه ۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷
د بغلان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي احسان الله په مشري، د قومي مشرانو او علماوو په همکارۍ د ګجرو قوم د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه حل او فصل شوه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې روانه وه.
یاده شخړه چې د دغه ولایت د برکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه یو تن پکې وژل شوی و، چې د سیمې مخورو، علماوو او د اړوند آمریت مسؤلینو په ګډو هڅو وتوانېدل چې د دواړو کورنیو ترمنځ روغه جوړه رامنځته کړي او د اوږدې مودې ترینګلتیا ته د پای ټکی کېږدي.
ياده دې وي، چې د بغلان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت تر دې وړاندې هم د شخړو په حل کې مهم رول لوبولی، چې له ډلې یې تېره ورځ د یوې څلوېښت کلنې دښمنۍ حل د يادونې وړ دی.
