د شينوارو له قومي مشرانو او مخورو سره لېدنه!
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي الحاج محمد يعقوب احمدزي نن د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو په رياست کې د شينوارو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په پيل کې راغلو قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپلې يو لړ سيمه ييزې ستونزې له ښاغلي احمدزي سره شریکې کړې.
ورپسې ښاغلي احمدزي د دوې ستونزې واورېدلې او ډاډ يې ورکړ، چى ستونزې به يې د وزارت د شته امکاناتو په چوکاټ کې حل کړي.