په ولسي جرګه کې د خوست او پکتیا ولایتونو د خلکو له استازو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن یکشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۱۶ مه نېته په ولسي جرګه کې د خوست او پکتیا ولایتونو د خلکو له استازو ښاغلي کمال ناصر اصولي او راضیې منګل سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د مقام د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، دواړو خواوو د سولې په ټینګښت، ملي یووالي او په خپلو سیمو کې د ملي پروژو پلي کولو تر بحث وروسته یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅې او هلې ځلې په اړوند برخو کې د ستاینې وړ وبللې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ