د هېواد د تعلیمي مرکزونو د رخصتۍ په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت خبرتیا!

mobta-af
mobta

د عامې روغتیا، پوهنې ، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په وړاندیز او د جلالتماب جمهور رئیس په منظورۍ واد ټول خصوصي او دولتي پوهنتونونه، ښوونځي، کورسونه او تعلیمي مرکزونه د ۱۳۹۹ کال د حمل تر ۳۰مې نېټې رخصت شول.

د جلالتمآب ولسمشر د هدایت پربنسټ په مرکز کې د وزارت اړوند رحمان بابا، خوشال بابا او پیرمحمد کاکړ لیسې او بایزید روښان انستيټيوټ او په ننګرهار کې د پښتونستان او په کندهار کې د عبدالله خان اڅکزي عالي لیسې هم په کې شامل دي ددغو تعلیمي بنسټونو ټول زده کوونکي، استادان او اداري کارکوونکي دې خبر وي.

د دغه تصمیم دوام په هېواد او سیمه کې د کرونا ویروس د خپرېدو پر وضعیت پورې اړه لري او وخت پر وخت به د موجوده شرایطو په پام کې نیولو سره د هغې د مودې غځولو یا نه غځولو په اړه لازم تصمیمونه اتخاذ او له خلکو سره شریک شي.

درنښت